افغانستان
یعقوب مجاهد: د خلکو امنیت ساتل د اسلامي امارت د چارواکو لپاره یو دیني او ملي مکلفیت دی
د ملي دفاع سرپرست وزیر او د امنیتي چارو او پاکوالي د مرکزي کمیسیون مشر مولوي محمد یعقوب مجاهد پرون (چهارشنبه، د غويي ٢٤ مه) د کمیسیون په غونډه کې وویل چې د نظام ثبات او د خلکو د امنیت ساتل د هیواد د ټولو چارواکو دیني او ملي مکلفیتونه دي.
ښاغلي یعقوب مجاهد ټینګار کړی چې په دې برخه کې باید له اخلاص او هوښیارۍ څخه کار واخیستل شي.