افغانستان
د پاکستان له زندانونو څخه ۵۰ افغان بندیان خوشې شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې ۵۰ تنه افغان وګړي د پاکستان له مختلفو زندانونو څخه خوشې شوي او افغانستان ته لیږدول شوي دي.
وزارت د پنجشنبې په ورځ (د ٢٥ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې دا کسان د سپین بولدک بندر له لارې افغانستان ته ننوتل.