افغانستان
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د ازبکستان د انرژۍ له وزیر سره وکتل
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور او ورسره ملګري پلاوي په تاشکند کې د ازبکستان د انرژۍ وزیر جرابیک میرزامحمدوف سره ولیدل.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د انرژۍ په سکتور کې د متقابلو اقتصادي ګټو، تخنیکي همکارۍ او د دوامداره اړیکو پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.