سیمهنړۍ

د ایران او امریکا د خبرو اترو د څلورم پړاو د پیل په درشل کې د فاکس نیوز نوې ادعا

فاکس نیوز د سپوږمکۍ انځورونو په حواله ادعا وکړه چې د ایران په سمنان ولایت کې د پټو اټومي تاسیساتو شتون لري، چې د رینبو سایټ په نوم یادیږي. د دې ادعا شوي راپور له مخې، د دیبا انرژۍ سیبا کیمیاوي شرکت په دې تاسیساتو کې د پټو عملیاتو په توګه کار کوي.

دا تاسیسات له یوې لسیزې راهیسې فعالیت کوي او موخه یې د ټریټیم (یو راډیو اکټیو آاسوټوپ چې د اټومي وسلو د ویجاړونکي ځواک د زیاتولو لپاره کارول کیږي) استخراج کول دي.

فاکس نیوز لیکي چې دې ادعا د تهران او ټرمپ ادارې ترمنځ د روانو خبرو اترو په جریان کې نوې اندیښنې راپورته کړې دي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دې انځورونو د خپرولو په غبرګون کې په ایکس شبکه کې لیکلي: “دا ‘ډیر ویرونکي’ انځورونه په دقیق ډول په داسې وخت کې خپریږي چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ ‘غیر مستقیم’ خبرې اترې بیا پیل کیږي.”

عراقچي دا اقدام د نتانیاهو د “زړو او نویو ګوډاګیانو” په کارولو سره د “ټرمپ څه کولی شي او څه نشي کولی” د حکم کولو هڅه وبلله.

اړونده ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/21134?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button