افغانستان

جلالي: موږ هڅه کوو چې د هیواد روغتیا سکتور په ځان بسیا کړو

د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي د سیو دي چلډرن د بشري چارو له لوړ پوړي افسر عبدالرحمن شریف سره په لیدنه کې وویل چې دوی هڅه کوي د افغانستان روغتیا سکتور په ځان بسیا او باثباته کړي.

په دې غونډه کې، ښاغلي جلالي د سازمان په پراخه همکارۍ، د مرستو په ښه مدیریت او په افغانستان کې د باکیفیته خدماتو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.

له بلې خوا، عبدالرحمن شریف افغان راستنیدونکو ته د باکیفیته روغتیايي خدماتو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button