افغانستانسیمه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: په افغانستان کې حاکمیت او امنیت ډاډمن شوی دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل چې اوس په افغانستان کې “حاکمیت او امنیت” ټینګ شوی او شرایط د پخوا په پرتله بدل شوي دي.

هغه زیاته کړه: “د پخوا په خلاف، کله چې د افغانستان هره برخه د یوې ډلې تر کنټرول لاندې وه، اوس داسې نه ده.”

عراقچي ټینګار وکړ چې په حقیقت کې واقعیت دا دی چې په افغانستان کې یو سیاسي ځواک رامینځته شوی او په تیرو درې نیمو کلونو کې یې خپل حاکمیت پیاوړی کړی دی.

خو هغه دا ومنله چې په افغانستان کې د ترهګرۍ او داعش فعالیتونو موضوع لا هم د ایران او سیمې لپاره یوه جدي او مهمه اندېښنه ده، هغه موضوع چې اسلامي امارت تل رد کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button