اروپايي ټولنه وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د دغې ټولنې د بشري مرستو لومړنۍ الوتکه چې ۱۰۰ ټنه درمل او طبي توکي په کې شامل دي، تېره شپه کابل ته راورسېدل.
اروپايي ټولنې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ویلي چې له خپلو شریکانو سره په ګډه په افغانستان کې له اړو کسانو سره مرستې ته ژمن دي او د دې اتحادیې د بشري سکټور تمویل کوي.