افغانستان
ذبیح الله مجاهد: یوناما باید تعصب ونه کړي
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د یوناما د ماموریت د تمدید په اړه وايي، دغه اداره باید د افغانستان او ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او د هېواد د امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو د انعکاس لپاره کار وکړي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې یوناما باید د غیر ضروري بندیزونو لیرې کولو او د افغانانو د پلازمینې د بندولو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ افغانانو ته وسپاري.
مولوي ذبیح الله مجاهد همداراز ټینګار وکړ چې یوناما باید له بې ځایه اندیښنو ډډه وکړي او تعصب ونه کړي.