سیمه
ګنډاپور له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د جبري شړلو سره مخالفت څرګند کړ
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي علي امين ګنډاپور ويلي د افغان کډوالو په اړه د اسلام اباد پاليسۍ له ستونزو ډکه ده او دا ډول پاليسۍ په تېرو وختونو کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
ګنډاپور نن (یکشنبه) په پېښور کې په یوه خبري غونډه کې وویل، هغه افغان کډوال چې غواړي د پاکستان تابعیت ولري باید تابعیت ورکړل شي.
هغه زیاته کړه: “که هغه افغانان چې جرمي سابقه نه لري په پاکستان کې پاتې کېدو ته لېواله وي، کومه ستونزه نه وي… ما تل د هغو افغانانو لپاره غږ پورته کړی چې هېڅ قانوني ستونزه نه لري.”
پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له قانوني اسنادو پرته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر پیل کړ او تر اوسه له ۸۰۰ زرو ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
څو اونۍ وړاندې اسلام اباد له افغان تابعیت لرونکو افغانانو وغوښتل چې د مارچ تر ۳۱مې له هېواده ووځي.