سیمه

پر یمن د امریکا تازه هوايي برید

نيويارک ټايمز د يوه امريکايي چارواکي په حواله ليکلي، چې امريکا په يمن کې د حوثي پر اهدافو پوځي بريدونه پيل کړي دي.

په یمن کې د ټرمپ لخوا امر شوی بریدونو رادارونه، هوایی دفاع، د توغندیو سیسټمونه او ډرون په نښه کړل.

په یمن کې د امریکا د بریدونو هدف په سور سمندرګي کې د نړیوالو کښتیو پرانستل دي چې حوثي ګډوډ کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه بريدونه په سور سمندرګي کې د يو ايس ايس هيري ټرومن په نوم د الوتکې وړونکې بېړۍ د جنګي الوتکو له خوا ترسره شوي دي.

له بلې خوا د انصارالله سیاسي دفتر په یمن باندې د امریکې د تیریو په غبرګون کښې د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د امریکې تیري به بې ځوابه پاتې نه شي او زمونږ ځواکونه د وروستۍ بریا د ترلاسه کولو لپاره له هرډول کړکیچن حالت سره مقابلې ته چمتو دي.

د امریکا یرغل به زموږ خلک د فلسطین د ملاتړ او د غزې له خلکو او د هغوی له مقاومت سره د مرستې د دوام مخه ونه نیسي.

دفلسطین دخلکو په ملاتړ کښې په یمن کښې دامریکا او انګلیس تیریګر دریځ او زمونږ دهیواد پرضد ښکاره تیری دصهیونیسټ رژیم په ملاتړ کښې دامریکا پرضد جنګیږی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button