افغانستاننړۍ

ټرمپ یو ځل بیا د بګرام اډې د لاسه ورکولو په اړه په غوسه شو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ولادیمیر پوتین دې ته وهڅول چې د اوکراین پر ضد اقدام وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې امریکا باید د بګرام له هوايي اډې نه ووځي، ځکه چې د ده په وینا دا اډه د چین د اټومي وسلو د جوړولو له مرکز څخه یوازې یو ساعت واټن لري.

د امریکا د عدلیې وزارت ته په خپله وینا کې ټرمپ یو ځل بیا ادعا وکړه چې چین اوس د بګرام هوايي اډه نیولې ده.

اسلامي امارت پخوا دا ډول ادعاوې رد کړې وې.

ټرمپ هم یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل «د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمونکې ورځ» بللې، خو په عین حال کې یې ادعا کړې چې: «امریکايي ځواکونه کولای شي له افغانستانه په عزت او قوت وتلی وای.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button