افغانستان
په شمالي سالنګ کې یوې ترافیکي پېښې ۱۹ تنه ټپیان کړل
د بغلان امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت له خانجان ولسوالۍ څخه په شمالي سالنګ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه ټپیان شوي دي.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې پرون ماښام (پنجشنبه د کب ۲۳مه) یو لوی مسافر وړونکی موټر له سړکه واوښت.
د دې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د دغې پېښې ټپيان ډېر ژر د پلخمري ښار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.