افغانستان

اسلامي امارت: د سرحدونو د ساتنې په اړه خبرې وشوې

په کندهار کې د ملي دفاع د رئيس مولوي محمد يعقوب مجاهد په مشرۍ د امنيتي چارو او تحقق کمېسيون غونډه جوړه شوه.

د کندهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، په دې غونډه کې د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال مل پاسوال محمد ابراهيم صدر، د کندهار والي مل پاسوال محمد شيرين اخند، د کندهار امنيه قوماندان مولوي عبدالاحد طالب او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړى و.

په دې کتنه کې د پاکسان د چارو د سمون او ښه والي، د امنيتي وضعيت د ښه والي، د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي، له جرمونو سره د مبارزې او د هېواد د پولو د ساتنې په اړه بحث او خبرې وشوې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button