افغانستان

هند د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې د قزاقستان د فعالې ونډې ملاتړ کوي

په قزاقستان کې د هند سفیر اشوک سیجانار وايي، هېواد یې د افغانستان په اقتصادي او د زیربناوو د بیارغونې په هڅو کې د قزاقستان د فعالې ونډې ملاتړ کوي.

په یوه خبرپاڼه کې، د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز وايي چې سیجانار ټینګار وکړ چې هند د دې فعال ملګرتیا ملاتړ کوي. ځکه نوی ډیلی هم له افغانستان سره د تخنیکی مرستو په برابرولو کې مهم رول لری.

په دې کتنه کې چې د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز له خوا جوړه شوې وه، دواړو لورو د افغانستان د ترانزیټ پروژې په پراختیا کې د دواړو هېوادونو د رول پر اړتیا ټینګار وکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button