افغانستانسیمه

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې چارواکي به د تورخم د پولې د پرانستلو لپاره ګډه غونډه وکړي

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی، چې نن (چهارشنبه د کب ۲۲ مه) به د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې مشران د تورخم بندر د بېرته پرانیستلو په اړه له سوداګرو سره غونډه وکړي.

د دې خونې مسوولین تاییدوي، چې د افغان او پاکستاني لوریو ترمنځ دا غونډه به له ماپښین مخکې یوولس بجې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه باندې دوه اوونۍ تېرې شوې، چې لا هم د تورخم پوله د پاکستان له لوري د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button