رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د سعودي عربستان ولیعهد ژمنه وکړه چې د اوکراین د کړکیچ د هواري او سولې ته د رسیدو لپاره د نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.
ټاکل شوې چې اوکرایني او امریکايي چارواکي نن (سه شنبه، کب ۲۱) په جده کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې خبرې پیل کړي.