افغانستاننړۍ

اوتونبایوا په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو او د بشري مرستو د بندیدو په وړاندې خبرداری ورکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور امنیت شورا ته وړاندې کړ.

په دې راپور کې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا یوځای کېدو پر اړتیا ټینګار شوی او ویل شوي چې دا پرېکړه د افغانستان په اوسنیو چارواکو پورې اړه لري چې ایا له نړیوالې ټولنې سره همکاري غواړي او که نه.

اوتونبایوا د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو پر ژمنتیا ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د یوناما ماموریت به راتلونکې اونۍ وغځول شي.

نوموړي په خپل راپور کې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو، بشري حقونو او اقتصادي کړکېچ په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې که بشري مرستې بندې شي او د یوناما ماموریت وغځول شي، د افغانانو وضعیت به لاپسې خراب شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button