سیمهنړۍ

ولادیمیر زیلینسکي سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له محمد بن سلمان سره وکتل

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د سعودي عربستان ولیعهد ژمنه وکړه چې د اوکراین د کړکیچ د هواري او سولې ته د رسیدو لپاره د نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.

ټاکل شوې چې اوکرایني او امریکايي چارواکي نن (سه شنبه، کب ۲۱) په جده کې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې خبرې پیل کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button