په عمان کې د ترکیې، اردن، عراق، لبنان او سوریې د ګډې غونډې اعلامیه
د ترکیې، اردن، عراق، لبنان او سوریې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو غونډه د اردن په پلازمېنه عمان کې جوړه شوه او له غونډې وروسته یې ګډه اعلامیه خپره کړه.
په دغه بیانیه کښې ادعا شوې ده چې د سوریې امنیت او ثبات د سیمې د امنیت او ثبات لپاره ضروری دی او مونږ ټول هغه اقدامات او ډلې چې د سوریې امنیت، حاکمیت او سوله په نښه کوی غندو او د عامه نظم د ټینګښت او د سوریې د ثبات او د خلکو د امنیت د ساتنې لپاره د ټولو اقداماتو ملاتړ کوو.
د دغې بیانیې په دوام کښې دا هم راغلی دی چې مونږ د سوریې په خاوره د اسرائیلو د رژیم تیری او د سوریې په کورنیو چارو کښې د هغوی د لاسوهنې هڅې رد او غندو. دغه حالت له نړیوالو بشردوستان قوانینو ښکاره سرغړونه ده، د سوریې پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا برید دی او د کړکېچ د زیاتېدو لامل کېږي.
دوی همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې اسراییل دې ته اړ کړي چې د خپلو سرغړونو د پای ته رسولو او د سوریې له اشغال شویو ځمکو څخه د وتلو ضمانت ورکړي.