د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ضیا احمد تکل نن سهار (یکشنبه د کب ۱۹مه) په ایکس پاڼه کې لیکلي چې متقي د عمان د بهرنیو چارو د وزیر بدر بن حمد البوسیدي په بلنه مسقط ته تللی دی.
ښاغلي ټکل لیکلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به د عمان د بهرنیو چارو له وزیر او د دغه هېواد له نورو لوړ پوړو چارواکو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.