د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري اداره (یونسکو) نن (جمعه د کب ۱۷مه) په پاریس کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته د نړیوالو پام وراړوي.
یونسکو ویلي چې د دې غونډې موخه د نړیوالو پوهاوی لوړول او د افغان ښځو له حقونو څخه په داسې حال کې دفاع کول دي چې د هغوی ازادي او زده کړو ته لاسرسی سخت محدود دی.