سیمه

د القسام د ویاند ابو عبیده د وینا مهم ټکي

د حماس د پوځی څانګې القسام ویاند ابو عبیده وویل: هغه څه چې دښمن په جنګ سره نه دی ترلاسه کړی هغه به خامخا په ګواښونو او چالونو سره ترلاسه نشی.

موږ باید دښمن مجبور کړو چې هغه تړون ته غاړه کیږدي چې هغه لاسلیک کړی.

د صهیونیسټانو د جګړې ګواښونه به یوازې د هغوی د مایوسۍ سبب شي او د بندیانو د خلاصون لامل نه شي.

غاصب رژيم د خپلو بنديانو د وژلو سبب ګرځي او له تړونونو څخه يې سترګې پټوي.

موږ ټولو امکاناتو ته چمتو یو.

زموږ د خلکو په وړاندې د بریدونو هر ډول زیاتوالی به د دښمن د یو شمیر بندیانو د مرګ لامل شي.

جګړې ته د بیرته ستنیدو دښمن ګواښونه به یوازې د دې لامل شي چې موږ د دې رژیم اعتبار مات کړو.

مونږ په یمن کښې خپلو هغو وروڼو ته چې د غزې د تړانګې په ملاتړ او د صهیونیسټي دښمن د حملو په بیا پیلولو کښې یې په خپل دریځ ټینګار وکړ سلامونه وړاندې کوو.

غربي نظامونه د دښمن په لسګونو بندیانو د مرغلرو اوښکې تویوي او زموږ د بندیانو خوندیتوب ته پام نه کوي.

موږ د بشري حقونو له مدافعینو څخه غواړو چې د فلسطیني بندیانو په وړاندې ترسره شوي جرمونه افشا کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button