افغانستان

په تخار کې د څه دپاسه شپږ زره کيلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق مخه ونيول شوه

د کورنیو چارو وزارت وايي، د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د دغه ولایت په مرکز تالقان کې د ۶۲۹۹ کیلوګرامه اپینو د قاچاق مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې دغه اندازه نشه يي توکي په یوه ګازي ټانکر کې په مهارت سره لېږدول کېدل.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دې قضيې په تړاو دوه تنه نيول شوي او تر لومړنيو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button