نړۍ
په آلمان کې د موټر بریدونو د قربانیانو شمیر مخ په زیاتیدو دی
د جرمني په مانهیم ښار کې یوه ۴۰ کلن سړي د کارنیوال پر مهال پر خلکو له موټر سره برید کړی، چې په پایله کې یې ۲ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې دغه کس د جرمني تبعه دی او دا کار یې په قصدي توګه کړی، خو په دې پېښه کې سیاسي یا مذهبي انګېزه نه ده ښکېل، خو شونې ده چې د دې کار لامل رواني ستونزې وې.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي، چې څو اونۍ وړاندې د جرمني په مونیخ ښار کې هم ورته پېښه شوې وه، چې په ترڅ کې یې ۲ تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډېر ټپیان شوي وو.