افغانستان
د هندوانو او سکانو شورا د مشر د لومړي وزیر د دفتر له مشر سره لیدنه
د هندوانو او سکانو شورا یو شمېر غړو د لومړي وزیر د دفتر له عمومي رییس ډاکټر ملا عبدالواسع سره په لیدنه کې د اسلامي امارت د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو هڅې وستایلې.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د دې شورا غړو د هندوانو او سکهانو د استازیتوب په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل ترڅو غصب شوې ځمکې بیرته ترلاسه کړي، مذهبي ځایونه بیارغونه وکړي او د بریښنا ستونزې حل کړي، او دې سیمو ته د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
له بلې خوا، ډاکټر ملا عبدالواسع ډاډ ورکړ چې د شورا وړاندیزونو او غوښتنو ته به رسیدګي وشي او ویې ویل چې اسلامي امارت د ټولو خلکو د ستونزو حل کول خپل مسؤلیت ګڼي.