افغانستان
یو پلاوی د جهادي ارزښتونو راټولولو لپاره بګرام زندان ته لاړ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د دې وزارت د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست یو پلاوی د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ ته سفر وکړ او د بګرام زندان یې ولید.
د دې پلاوي د سفر موخه د هغو مجاهدینو د اثارو، ریکارډونو، ژوندلیکونو، خاطرو او یادګارونو راټولول وو چې په بګرام زندان کې بندیان وو.