سیمه
اووه عربي هېوادونه د غزې د راتلونکي په اړه خبرې کوي
په ریاض کې د ۷ عربي هېوادونو د مشرانو د سرمشریزې اجنډا د غزې د ادارې د پلان په اړه هم بحث کول دي، چې د “عرب پلان” په نوم پیژندل کیږي، چې موخه یې د ټرمپ د پلان بدیل دی.
په حقیقت کې، د ریاض غونډه د راتلونکې اونۍ (د مارچ ۴مه) په قاهره کې د عربي لیګ د مشرانو د بیړنۍ غونډې لپاره د چمتووالي خبرې اترې دي.
مصر هڅه کوي چې د السیسي د واشنګټن د راتلونکي سفر په جریان کې ټرمپ ته د عربي پلان وړاندې کولو دمخه د عربي هیوادونو د تایید مهر ترلاسه کړي.