په تورخم کې د اسلامي امارت کمیشنر عبدالجبار حکمت تایید کړې چې پاکستاني لوري تېره شپه شاوخوا لس بجې د تورخم لاره د ټولو ترافیکو پر مخ وتړله.
د هغه په وینا، پاکستان دا اقدام د خیالي کرښې په دې اړخ کې د اسلامي امارت لخوا د ځینو تاسیساتو د جوړولو په غبرګون کې کړی دی.
حکمت زیاته کړه: “پاکستاني لوري له موږ څخه غوښتي چې د خیالي کرښې ته نږدې د تاسیساتو له جوړولو ډډه وکړو، خو په ورته وخت کې، د هغو تاسیساتو په وړاندې غبرګون ونه ښیو چې پاکستان یې د خیالي کرښې په بل اړخ کې جوړوي.”
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې په سلګونو مسافر، ناروغان او د توکو بار لارۍ اوس مهال د لارې د بیا پرانیستلو په تمه دي.