سیمه
نتنیاهو اسراییلي پوځ ته په لویدیځه غاړه کې د پراخو عملیاتو امر وکړ
د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ چې نتانیاهو د رژیم پوځ ته امر کړی چې په لویدیځه غاړه کې پراخه عملیات ترسره کړي.
دا امر وروسته له هغه صادر شو چې تېره شپه درې مسافر وړونکي موټرونه په بمونو والوزول شول، چې کوم زیان یې ونه رساوه.
د اسراییلو د پوځ راډیو دا هم راپور ورکړ چې په لویدیځه غاړه کې د اشغالګر پوځ موجوده ځواکونو ته به درې نوي کنډکونه اضافه شي.