سیمه

د ایران د کورنیو چارو وزیر: د کډوالو ایستل دوام لري، خو د ګاونډیانو ترمنځ باید درزونه رامنځته نه شي

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني یو ځل بیا د هغو کډوالو پر اخراج ټینګار وکړ چې د استوګنې اسناد نلري.

په ورته وخت کې، هغه وویل چې هیڅ داسې اقدام باید ونه شي چې د ګاونډیانو ترمنځ درز رامینځته کړي.

مومني دا مشخص نه کړه چې هغه کوم ګاونډي ته اشاره کوله، خو دا څرګندونې په داسې وخت کې راځي چې افغانان هم په ایران کې د کډوالو یوه مهمه برخه جوړوي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر دا هم وویل چې د ایران او افغانستان په پوله کې د دیوال جوړول به د کډوالو د غیرقانوني ننوتلو ستونزه حل نه کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button