افغانستان

د ټاپي ګازو پایپ لاین پروژې د کار جریان

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د وزارت د مشرتابه د هڅو په پایله کې، په هرات ولایت کې د ټاپي ګازو پایپ لاین پروژې د سرحد آباد برخې د جوړولو کار په چټکۍ سره روان دی.

د کانونو وزارت زیاته کړه چې هوډ لري چې دا پروژه نه یوازې په هرات کې بلکې د افغانستان په خاوره کې د دې پروژې په ټوله لاره کې د سمو او هدفمند پلانونو د ډیزاین او پلي کولو له لارې بشپړه کړي.

د وزارت په وینا، د سروې کار، د ګازو د پایپ لاین د لارې کیندل او پرانیستل، د کار ځای ته یې لیږدول، د ګازو د پایپ لاین لیږدول او نور خدمات ترسره شوي دي، چې لسګونو کسانو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button