افغانستان

د برېښنا شرکت مشر: له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا تولید به زیات شي

د افغانستان د برېښنا شرکت (برشنا) اجرایوي رییس عبدالباري عمر وویل چې شرکت یې د کورنیو سرچینو څخه د برېښنا تولید زیاتولو لپاره د ۵۰۵ میګاواټه پروژې ډیزاین کړې دي.

عمر دا موضوع نن (یکشنبه، د سلواغه ٢٨ مه) په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې راپورته کړه، او زیاته یې کړه چې افغانستان د لمریزې او بادي انرژۍ د تولید د اسانتیاوو او مرکزونو د جوړولو لپاره ښه ظرفیت لري.

د افغانستان د برېښنا شرکت مشر وویل چې شرکت یې په تخنیکي پړاوونو کار کوي او په دې برخه کې پانګوال هڅوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button