د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان وویل، څرنګه چې پاکستان د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا سره وصل دی، نو دا اړیکه د افغانستان، پاکستان او ټولې سیمې لپاره ګټوره ده. خو د هغه په وینا، په افغانستان کې تر ټولو لویه ننګونه د “ترهګرو ډلو” شتون دی.
شفقت علي خان ټینګار کړی چې افغان لوری باید د سیمه ییزو اړیکو د ټینګولو لپاره د ترهګرۍ ستونزه حل کړي.
هغه زیاته کړه چې پاکستان به په دې برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي، خو تر هغه چې دا مسله حل نشي، د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه همکاري به بې ګټې وي.
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه یې په وار وار ادعاوې رد کړې دي.