افغانستان
د کابل-کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله ۱۴ کسان مړه او ټپیان شوي دي
د میدان وردګو د پولیسو د قوماندانۍ چارواکي وايي چې دوه مسافر وړونکي موټرونه، یو ۵۸۰ او یو فلانکوچ، تېره شپه د کابل-کندهار په لویه لاره د دې ولایت په ټاپ دشتي سیمه کې ټکر شوي دي.
ویل کیږي چې په دې پیښه کې ۴ کسان مړه او لږ تر لږه ۱۰ نور ټپیان شوي دي.