سیمه

شهباز شریف: افغانستان باید د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف یو ځل بیا د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د افغانستان د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

شریف نن (پنجشنبه، د سلواغه ٢٥ مه) د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې ترهګري د پاکستان او ترکیې ګډه اندیښنه ده.

هغه وويل: “موږ په ګډه د دې ګواښ پر وړاندې مبارزه کوو او تر هغه به ارام ونه کړو تر څو چې موږ يې مات نه کړو.”

“افغانستان یو ګاونډی هیواد دی او موږ تمه لرو چې افغانستان به د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي او ترهګرۍ ته به اجازه ورنکړي چې خپره شي.”

پاکستاني چارواکو تل ادعا کړې چې په هیواد کې بریدونه په افغانستان کې تنظیم شوي دي.

خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې اجازه به ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button