افغانستان
کورنیو چارو وزارت: ننګرهار کې د ۱۰۰ کیلوګرامه څخه زیاتو مخدره توکو د قاچاق مخه نیول شوې
د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په تورخم بندر کې د ۱۰۲ کیلوګرامه مخدره توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
وزارت نن (یکشنبه، د سلواغه ۲۱ مه) په یوه برېښنالیک کې لیکلي چې دا درمل “شیشه” ډوله وو.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دې پیښې په تړاو یو کس نیول شوی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.