د کورنیو چارو وزارت: له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ نشته
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د سیمې د امنیتي ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې د ترسره کېدو په غبرګون کې وویل چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته کوم ګواښ نشته.
ښاغلي قانع د افغانستان څخه د احتمالي ګواښونو په اړه د ځینو هیوادونو اندیښنې رد کړې او زیاته یې کړه چې په هیواد کې امنیت په بشپړ ډول ډاډمن دی. هغه امنیت چې افغانستان په تیرو څو لسیزو کې نه دی تجربه کړی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې اسلامي امارت د افغانستان په ټولو ځمکو باندې بشپړ حاکمیت لري او هیڅ فرد یا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د هیواد امنیت ګډوډ کړي.
د هغه په وینا، ځینو بغاوت غوښتونکو ډلو او کړیو په دې وروستیو کې ځینې کوچنۍ کچې فعالیتونه ترسره کړي دي، خو شته اسناد ښیي چې دا فعالیتونه د افغانستان له پولو بهر تنظیم شوي وو.
دا څرګندونې په سیمه کې د امنیتي ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې په درشل کې وشوې.