سیمه
د ترکیې پولیسو ۲۹ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي
د ترکیې پولیسو د اماسیا په ښار کې د یوې بار وړونکې لارۍ له پلټنې وروسته ۲۴ بې اسناده افغان کډوال وپیژندل او ونیول.
د پولیسو د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ (د سلواغه ۲۱ مه)، دغه کسان په یوه لارۍ کې پټ وو چې خام پلاستیک یې بار کاوه او له روسیې څخه ترکیې ته ننوتلی و.
د ترکي رسنیو راپور ورکړی چې ټانکر له روسیې څخه وارد شوی و او د ترکیې له خاورې څخه شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره سفر وروسته د اماسیا په ښار کې ودرول شو.
پولیسو د لارۍ چلوونکی هم نیولی دی.