افغانستان
مجاهد: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د رخصتۍ لپاره دوبۍ ته تللی دی
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د بي بي سي خبریال علي آریان سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی د رخصتۍ لپاره دوبۍ ته تللی او بیرته به هیواد ته راستون شي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه: “اسلامي امارت یو داسې نظام دی چې د اختلافاتو پر وړاندې جوړ شوی، او د هغو معلوماتو پر بنسټ چې زه یې لرم؛” هیڅ ډول اختلاف نشته چې د نظام او امارت یووالي ګډوډ کړي، او خلک باید هیڅ ویره ونلري.
په دې مرکه کې، هغه د حکومتي چارواکو ترمنځ د نظر اختلافات رد نه کړل، ویې ویل: “د یو چا لخوا شوې غوښتنې د اختلاف معنی نلري.”
اړونده ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ.
https://t.me/SafirTelevision1/17761