سیمهنړۍ

ملګرو ملتونو د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د ایستلو په پلان اندېښنه څرګنده کړه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د پاکستان حکومت د وروستۍ پریکړې په اړه اندیښنه څرګنده کړې چې له اسلام آباد څخه د استوګنې ثبوت (PoR) او د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي افغان کډوال وباسي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) دفتر اعلان وکړ چې دوی به د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره په ګډه د دې عمل په اړه د پاکستان له حکومت څخه وضاحت وغواړي.

د دغو ادارو د اعلان له مخې، د پاکستان حکومت د پي او آر کارت لرونکو ته د جون تر ۳۰، ۲۰۲۵ پورې او هغو پناه غوښتونکو ته چې دریم هیواد ته د سفر په تمه دي، د مارچ تر ۳۰، ۲۰۲۵ پورې وخت ورکړی چې له اسلام آباد څخه ووځي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول د خپلې پریکړې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د ډان نیوز پاکستان د راپور له مخې، حکومتي چارواکو سپارښتنه کړې چې دا پلان دې د خلکو له خبرتیا پرته پلي شي.

دا مهال، د ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ پورې افغان اتباع په پاکستان کې د پناه غوښتنې او دریم هیواد ته د لیږد په تمه دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button