افغانستان
په پروان کې یو شمېر وسلې او پوځي تجهیزات کشف او ضبط شول
د پروان ولایت د دوهمې پیاده لوا چارواکي وايي چې دوی د ولایت په دوو جلا سیمو کې یو شمېر وسلې او پوځي تجهیزات کشف او ضبط کړي دي.
د يادې لوا مطبوعاتي مسوول ياسر وايي چې په کشف شويو پوځي تجهيزاتو کې دوه ټوپکونه، دوه تومانچې، ۱۲۰۰ مرمۍ او ډول ډول پوځي تجهيزات شامل دي.