افغانستان
د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې او یوې بشري ادارې ترمنځ د ۲۹ ملیون افغانیو په ارزښت د تفاهم لیک لاسلیک
د طبیعي پیښو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي او اقداماتو ملي ادارې او “د افغانستان لپاره بشري” سازمان ترمنځ د ۲۹ میلیونه ۷۲۵ زره افغانیو په ارزښت د تفاهم یادښت لاسلیک شو.
د دې تفاهم لیک پر بنسټ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په همکارۍ به د کندهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له پنځو زرو څخه زیاتو کورنیو ته نغدي مرسته وویشل شي.