سیمه
سپاه پاسداران: د اسلامي جمهوریت توغندي د نړۍ هر ځای په نښه کولو وړتیا لري
د ایران د انقلابي ګارد مرستیال قوماندان محمد رضا نقدي ویلي دي چې د اسلامي جمهوریت توغندي د نړۍ په هر ځای کې د هدف ګرځولو توان لري.
نقدي دا څرګندونې پرون (یکشنبه، د سلواغه ۱۴مه) د ایران د صدا او سیما سره په یوه مرکه کې وکړې.
د سپاه پاسداران انقلاب دغه لوړ پوړي چارواکي وویل چې د اسلامي جمهوریت توغندي د نړۍ په هر ځای کې په هر واټن کې د هدفونو د ویشتلو وړتیا لري.
هغه ټینګار کړی چې د هغه هیواد په پوځي ټیکنالوژۍ کې ځانګړي وړتیاوې لري.
تر دې مخکې، د هیواد د دفاع وزارت د “اعتماد” په نوم یو نوی بالستیک توغندی معرفي کړ، چې ۱۶ متره اوږد، ۱.۲۵ متره قطر لري، او اعظمي حد یې ۱۷۰۰ کیلومتره دی.