د فواید عامې وزارت وايي چې د روان کال د جنوري له پیل څخه تر پایه پورې، د هیواد د ریل پټلۍ له لارې ۴۰۸،۸۷۶ میټریک ټنه توکي لیږدول شوي دي.
د وزارت په وینا، دا لیږدونه د حیرتان، آقینه، تورغندي، او هرات-خواف ریل پټلۍ له لارې ترسره شوي.
د فواید عامې وزارت دا هم ویلي چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې، شاوخوا ۳.۲ میلیونه میټریک ټنه ترانسپورت د هیواد د اورګاډي پټلۍ له لارې شوی دی.








