افغانستان
د پاکستان له زندانونو څخه د خوشې کېدو وروسته ۹۱ افغان وګړي هېواد ته راستانه شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په تیرو دوو ورځو کې ۹۱ افغان وګړي د پاکستان له زندان څخه خوشې شوي او هیواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت په وینا، دا کسان د قانوني استوګنې اسنادو د نشتوالي له امله د ۲ څخه تر ۲۷ ورځو پورې په توقیف کې ساتل شوي وو.