سیمه
په خیبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني سرتیري ووژل شول
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په میر علي ولسوالۍ کې له وسله والو کسانو سره په نښته کې د لومړي درجې افسر په ګډون دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.
دا دوه پاکستاني سرتېري حمزه او نعیم نومېدل.
د پاکستان د پوځ اړیکو زیاته کړه چې دوه سرتیري د عملیاتو په جریان کې ووژل شول او شپږ وسله وال هم په عملیاتو کې ووژل شول.