افغانستان

عبدالحکیم شرعي: د اسلامي امارت دنده د نړۍ قانع کول نه دي

د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي وویل، د اسلامي امارت دنده د نړۍ قانع کول نه، بلکې د اسلامي شریعت حاکمول دي.

ښاغلي شریعتي همدا راز زیاته کړه چې د نظام ټینګښت او د اداري چارو پرمختگ قوانینو او نورو قانوني اسنادو ته اړتیا لري او دولتي ادارې باید په دې برخه کې د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم جدي پاملرنه وکړي.

د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي وویل: “هغه وویل چې زموږ دنده د نړۍ قانع کول نه، بلکې د اسلامي شریعت حاکمول دي.”

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button