افغانستان
د غور – کابل لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه
د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حققان وايي، د غور-کابل لویه لار چې د بامیان ولایت د فواید عامې ریاست له خوا د بند بکک په سیمه کې د واورې د ورښت له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
د هغه په وينا، په باميانو کې د (بند بکک، شاتو، آقربات او قوناق) په ګډون يو شمېر نورې لارې هم پاکې شوې او د ترافيکو پرمخ پرانيستل شوې دي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/17075?single