افغانستان
په افغانستان کې د نفوسو د سرشمېرنې د پلي کولو لپاره همغږي
د ملي احصایې او معلوماتو ادارې عمومي رییس عبدالقاهر حاجي ادریس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق مشرې ندا ناجا سره وکتل.
ادارې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د غونډې په جریان کې، دوی د افغانستان د نفوسو د سرشمیرنې د ترسره کولو، د لوړ کیفیت معلوماتو چمتو کولو او په وخت سره د مختلفو سروې ګانو پلي کولو لپاره د همغږۍ په اړه بحث وکړ.