په مزار شریف کې د خپلې میرمنې او دوو زامنو له خوا د یو سړي وژنه
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند وايي چې د مزار شریف په نهمه ناحیه کې یو سړی د خپلې میرمنې او دوو زامنو له خوا وژل شوی دی.
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند محمد عیسی وثیق وايي چې د مزار شریف په نهمه ناحیه کې یو سړی د خپلې میرمنې او دوو زامنو له خوا وژل شوی او شکمن کسان د امنیتي ځواکونو له خوا د سمدستي اقدام په پایله کې ونیول شول.
هغه زیاته کړه: “د وژنې لامل او انګېزه معلومه نه ده، خو قرباني په تبر وژل شوی او د امنیتي ځواکونو لخوا په دې قضیه کې پلټنې او پوښتنې روانې دي.”
وثیق وویل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اقداماتو او پلانونو پر بنسټ، په ټول هیواد کې، په ځانګړې توګه په بلخ ولایت کې، عمومي امنیت تامین شوی او په دې ولایت کې د قاچاق، غلا، تښتونې او بې قانونۍ په څیر جرمونو ګراف صفر دی.
هغه کس وویل: “د پولیسو ځواکونه ۲۴ ساعته د خلکو په خدمت کې دي، او هیڅ فرد یا ډلې ته اجازه نشته چې ګډوډي رامینځته کړي.”
د یادونې وړ ده چې د بلخ ولایت پولیس ځواکونه هره ورځ په مزار شریف ښار کې د ثابتو او ګرځنده پوستو پلان پلي کوي او فعالیت کوي.